پېښور٬ متني كښې په ډزو شهيدان شوي پوليس اهلكار خاورو ته وسپارلے شول

پېښور28جولائي (اے پي پي)د پېښور په متنو سيمه كښې په ډزو شهيد شوي پوليس اهلكار جان علي او شېر اكبر د جنازې مونځ په ملك سعد پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شو۔ تفصيلات له مخئ د خېبرپښتونخوا انسپكټر جنرل معظم جاه انصاري، د پېښوركمشنر رياض محسود، سي سي پي او محمد اعجاز خان، اېس اېس پي آپريشنز كاشف آفتاب عباسي او د پاك پوځ چارواكو پشمول …

پېښور28جولائي (اے پي پي)د پېښور په متنو سيمه كښې په ډزو شهيد شوي پوليس اهلكار جان علي او شېر اكبر د جنازې مونځ په ملك سعد پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شو۔ تفصيلات له مخئ د خېبرپښتونخوا انسپكټر جنرل معظم جاه انصاري، د پېښوركمشنر رياض محسود، سي سي پي او محمد اعجاز خان، اېس اېس پي آپريشنز كاشف آفتاب عباسي او د پاك پوځ چارواكو پشمول نورو سركاري او سول چارواكو د شهيدانو په جنازه كښې ګډون كړے۔ په دې موقع د پوليس يوې چټك ډلې شهيدانو ته سلام كړې او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړې شوه۔ د دې نه پس د شهيدانو مړي خپل اړوندو سيمو كښې خاورو ته وسپارلے شول۔دغسې د شهيدانو په قبرونو د آئي جي پي معظم جاه انصاري او د سي سي پي او محمد اعجاز خان لخوا د ګلونو څادرونه وغوړولې شول

مزید خبریں