پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلع په ميران شاه تحصيل كښې د پوليو كېس رپورټ تصديق شوے۔ د پوليو صوبائي ايمرجنسي آپريشن سنټر له مخې په شمالي وزيرستان كښې د 8 مياشتو په يوه ماشومه كښې د پوليو وائرس تصديق شوے چې ورسره په ګرد هېواد كښې د پوليو كسېونو شمېره 14 ته رسېدلې ده٬ ماشومې ته د معمول حفاظتي ټېكو درې خوراكونه او …
شمالي وزيرستان٬ په ميران شاه تحصيل كښې د پوليو كېس رپورټ شو

مزید خبریں
پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلع په ميران شاه تحصيل كښې د پوليو كېس رپورټ تصديق شوے۔ د پوليو صوبائي ايمرجنسي آپريشن سنټر له مخې په شمالي وزيرستان كښې د 8 مياشتو په يوه ماشومه كښې د پوليو وائرس تصديق شوے چې ورسره په ګرد هېواد كښې د پوليو كسېونو شمېره 14 ته رسېدلې ده٬ ماشومې ته د معمول حفاظتي ټېكو درې خوراكونه او د پوليو مخنيوي څاڅكي نه ؤ وركړې شوي۔ د يادونې وړ ده د پوليو ځپلو 14 واړو كوچنيانو تعلق د شمالي وزيرستان او لکي مروت ضلعو څخه دے٬ د صحت صوبائي چارواكو والدين ته غږ كړے چې د پوليو مخنيوي په هر كمپائن كښې د پنځو كالو نه د كم عمر ټولو كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي خامخا وركوې ځكه چې د پوليو دوه څاڅكي ستاسو ماشومان عمر له د معذورۍ نه ساتلې شي







