ن ليګ د انصاف او خپل حق غوښتلو پشمول دوي سره د شوي زياتي د ازالې غوښتنه كوي، د سپريم كورټ فل كورټ دې كښېني او د پنجاب وزيراعلٰی د معاملې كتنه دې وكړي او بايد په دې څوك اعتراض ونه كړي. طلال چوهدري

فېصل آباد 24 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ ن مركزي لارښود طلال چوهدري وئيلي دي چې مونږ د پرون نه ګورو چې پي ټي آئي د دې تكليف نه تېرېږي چې ن ليګ انصاف او خپل حق ولې غواړي او د دوي سره د شوي زياتي د ازالې غوښتنه ولې كوي. د اتوار په ورځ په فېصل آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې انصاف …

فېصل آباد 24 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ ن مركزي لارښود طلال چوهدري وئيلي دي چې مونږ د پرون نه ګورو چې پي ټي آئي د دې تكليف نه تېرېږي چې ن ليګ انصاف او خپل حق ولې غواړي او د دوي سره د شوي زياتي د ازالې غوښتنه ولې كوي. د اتوار په ورځ په فېصل آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې انصاف ترلاسه كول او غوښتل د هر يو پاكستاني حق دے ځكه مونږ كومه ناجائز، غېر آئيني، غېر جمهوري او غېر قانوني غوښتنه نه ده كړې. ده ووئيل چې مونږ د انصاف او خپل ځان سره د شوي زياتي د ازالې غوښتنه كوو. ده ووئيل چې مسلم ليګ ن د عدالتونو مكمل احترام كوي خو د انصاف په غوښته تحريك انصاف ته تكليف رسي. ده ووئيل چې عمران خان پرله پسې ناوړه كمپائن چلوي او د كنځلو سياست كوي، مونږ حېران يو چې د فل كورټ په غوښتنه عمران خان ولې پرېشانه كېږي، آيا پي ټي آئي په سپريم كورټ باور نه لري. ده ووئيل چې مونږ د پرون نه ګورو چې پي ټي آئي د دې تكليف نه تېرېږي چې ن ليګ انصاف او خپل حق ولې غواړي او د دوي سره د شوي زياتي د ازالې غوښتنه ولې كوي.

مزید خبریں