حمزه شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی وټاكلے شو

لاهور 22 جولائي (اے پي پي)حمزه شهباز شريف په 179 رائے تر لاسه كولو د پنجاب وزيراعلٰی ټاكلے شوے۔د جمعې په ورځ د سپريم كورټ احكاماتو په رڼا كښې په شوو ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد چوهدري پروېز الهي او د مسلم ليګ(ن)كانديد حمزه شهباز شريف ترمينځه رن آف الېكشن شوے چې پكښې حمزه شهباز شريف 179 او چوهدري پروېز 186 رائې ترلاسه كړي ٬ په دې مهال …

لاهور 22 جولائي (اے پي پي)حمزه شهباز شريف په 179 رائے تر لاسه كولو د پنجاب وزيراعلٰی ټاكلے شوے۔د جمعې په ورځ د سپريم كورټ احكاماتو په رڼا كښې په شوو ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد چوهدري پروېز الهي او د مسلم ليګ(ن)كانديد حمزه شهباز شريف ترمينځه رن آف الېكشن شوے چې پكښې حمزه شهباز شريف 179 او چوهدري پروېز 186 رائې ترلاسه كړي ٬ په دې مهال ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري رولنګ وركولو كښې ووئېل د مسلم ليګ(ق)پارټۍ ليډر چوهدري شجاعت د پارټۍ په ليټر خپلو غړو ته هدايت كړے چې هغوي د مسلم ليګ كانديد حمزه شهباز ته رائې وركړي۔ده ووئيل د سپريم كورټ احكاماتو په رڼا ګښې د پارټۍ ډسپلن په خلاف ورزۍ كولو د يادو شوو غړو رائے منسوخ كولې شي٬د دې په سبب د مسلم ليګ(ن)كانديد حمزه شهباز د رائے اكثريت په بنا وزيراعلې ټاكلے كېږي

مزید خبریں