د تحريك انصاف د اے اين پي سره انتخابي اتحاد خبرونه بے بنسټه دي۔بير سټر محمد علي سېف

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سېف وئيلي دي چې تحريك انصاف د كوم هم سياسي ګوند سره سياسي يا انتخابي اتحاد څه اراده نه لري۔ده د تحريك انصاف د اے اين پي سره د انتخابي اتحاد خبرونه رد كړل۔ده ووئيل تحرك انصاف رجيم چينج آپريشن كښې د كوم ګوند سره د اتحاد سوچ هم نه شي كولې۔ده دا خبره د …

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سېف وئيلي دي چې تحريك انصاف د كوم هم سياسي ګوند سره سياسي يا انتخابي اتحاد څه اراده نه لري۔ده د تحريك انصاف د اے اين پي سره د انتخابي اتحاد خبرونه رد كړل۔ده ووئيل تحرك انصاف رجيم چينج آپريشن كښې د كوم ګوند سره د اتحاد سوچ هم نه شي كولې۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د تحريك انصاف د اے اين پي سره سياسي يا انتخابي اتحاد په اړه خپل غبرګون كښې كړې ده۔ده ووئيل تحريك انصاف ته په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې يو په دوه اكثريت ترلاسه دې۔ده ووئيل زمونږ حكومت اولسي ملاتړ سره هېواد كښې جمهوري استحكام لپاره كار كوي۔