کابل 14 جولائي (اے پي پي) په افغانستان كښې د روسيه نائب سفير انتون لاوروف وئيلي دي روسيه د افغانستان په مرسته كولو كښې خوښي لري خو د افغانستان مرستې ته بايد سياسي رنګ ورنه كړے شي۔ د افغان ميډيا له مخې خپل يو بيان كښې ده ووئيل د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره تېره ورځ د روسيه پوځي الوتكې د بشري خواخوږۍ په بنياد 16 ټنه د مرستې سامان …
د افغانستان مرستې له بايد سياسي رنګ ورنه كړے شي۔ د روسيه نائب سفير انتون لاوروف
کابل 14 جولائي (اے پي پي) په افغانستان كښې د روسيه نائب سفير انتون لاوروف وئيلي دي روسيه د افغانستان په مرسته كولو كښې خوښي لري خو د افغانستان مرستې ته بايد سياسي رنګ ورنه كړے شي۔ د افغان ميډيا له مخې خپل يو بيان كښې ده ووئيل د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره تېره ورځ د روسيه پوځي الوتكې د بشري خواخوږۍ په بنياد 16 ټنه د مرستې سامان سره د كابل هوائي مېدان ته رسېدلې٬ ده هيله څرګنده كړه چې بشري مرسته به د روسيه او افغانستان ترمېنځه جاري وي او په راتلونكو ورځو كښې به د روسيه څخه د بشري مرستې يو بل كهېپ افغانستان ته راورسيږي












