نيويارك 13 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په "تل پاتې پرمختګ كښې د مېنځنۍ او سوئيلي آسيا ترمېنځه رابطې قوي كولو" په سرخط قرارداد په يوه خله منظور كړے٬ د قرارداد مسوده د عمومي اسمبلۍ په 76مه غونډه كښې وړاندې كړې شوې وه ۔ دا قرارداد د قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان لخوا وړاندې شوے ٶ او پاکستان د دې مشتركه سرپرستي كوله۔ په نيويارك …
عمومي اسمبلۍ په “تل پاتې پرمختګ كښې د مېنځنۍ او سوئيلي آسيا ترمېنځه د رابطې قوي كولو” په سرخط قرارداد منظور كړو
نيويارك 13 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په “تل پاتې پرمختګ كښې د مېنځنۍ او سوئيلي آسيا ترمېنځه رابطې قوي كولو” په سرخط قرارداد په يوه خله منظور كړے٬ د قرارداد مسوده د عمومي اسمبلۍ په 76مه غونډه كښې وړاندې كړې شوې وه ۔ دا قرارداد د قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان لخوا وړاندې شوے ٶ او پاکستان د دې مشتركه سرپرستي كوله۔ په نيويارك كښې د پاکستان مستقل مشن څخه د جاري بيان له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير منير اکرم په عمومي اسمبلۍ كښې خپل بيان كښې د پخواني خارجه وزير او د ھغه د ازبکستان صدر د خارجه پاليسۍ خاص نمائنده عبدالعزيز کاملوف د دې قرارداد په وړاندې كولو مننه كړې۔ ده ووئيل دستاويز A/76/L.68 كښې د “مېنځنۍ او سوئيلي آسياء ترمېنځه رابطې قوي كولو” پحقله د دې مهم قرارداد په تجويز كولو پاكستان د ازبكستان د واكمنو مننه كوي۔ منير اکرم ووئيل مونږ عبدالعزيز کاملوف، د پخواني خارجه وزير او د ھغه وخت د ازبك صدر خارجه پاليسۍ لپاره د خاص استازي د لارې د دې قرارداد د معارفي كولو هركلے كوٶ












