فېصل آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې په تېرو څلورو كالو كښې په هېواد نااهم ټولګې مسلط ٶ چې د هېواد معاشي پرمكتګ او اولس ته د سهولتونو وركولو په ځائ ټول پام صرف او صرف مخالفين په ضد انتقامي كاروائيو پلو ګرځولې ٶ، عمران خان د معيشت بېړي چپه كړې٬ پاكستان دا مهال په معاشي توګه اهم …
عمران خان د معيشت بېړي چپه كړې٬ پاكستان دا مهال په معاشي توګه اهم دوره څخه تېرېږي۔ د رانا ثناء الله ميډيا سره خبرې
فېصل آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې په تېرو څلورو كالو كښې په هېواد نااهم ټولګې مسلط ٶ چې د هېواد معاشي پرمكتګ او اولس ته د سهولتونو وركولو په ځائ ټول پام صرف او صرف مخالفين په ضد انتقامي كاروائيو پلو ګرځولې ٶ، عمران خان د معيشت بېړي چپه كړې٬ پاكستان دا مهال په معاشي توګه اهم دوره څخه تېرېږي٬ دې لپاره كه پاكستان كمزورې كړې شو نو د دې اثرات به ډېر خراب وي٬ دې لپاره آئي اېم اېف له پكار دي چې لوظنامه ترسره كړي ځكه چې مونږ هم سختې پرېكړې كولو سره خپل ګوند لپاره هم مسئلې پېدا كړې دي٬ خو په سياست مو رياست ته ترجيح وركړې ځكه چې كه منوږ په دې خراب صورتحال كښې د آئي اېم اېف شرطونه نه وې منلې نو هېواد به ډيفالټ شٶې وې۔ دا خبرې داخله وزير د اتوار په ورځ فېصل آباد كښې د لوي اختر لمونځ ادا كولو سره ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان غوندې هېواد د زيرو سبسډي لوظنامه څنګه كولې شي٬ ځكه چې اولس د حالت ساتل دي٬ دې لپاره مونږ ټاكنو پرېښودې دغسې چې هېواد د ډيفالټ كېدو نه وساتلې شي۔ ده ووئيل مونږ سره د مفتاح اسماعيل، احسن اقبال، شاهد خاقان عباسي، مصدق ملك پشمول لس پنځلس تجربه لرونكې معاشي او اقتصادي ډله موجود ده څوك چې شپه او ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معاشي استحكام٬ په ګرانۍ كښې كمې او د كم آمدنۍ كسانو پشمول اولس ريليف وركولو لپاره هڅې كوي او دې سره سره دوي ته د ښه بېورو كرېټس بشپړه لارښودنه او معاونت هم ترلاسه دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ووټ ته عزت وركړۍ مقصد د ووټ پرېكړے ته عزت وركړئ په دې لړ كښې دې د اولس پرېكړه ومنلې شي او غېر آئيني او غېرسياسي لاس وهنه دې ونه كړې شي۔ ده ووئيل په چا چې د مداخلت تورونه لګېدلې ھغوي هم وائي چې كه زمونږ لخوا مداخلت شوې وي نو ثبوت دې وړاندې كړې شي٬ دوي مداخلت نه دې كړې او عمران خان هم دا خبره منلې ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټاكنې به پاكې او سپېځلې وي او حكومت به د الېكشن كمېشن هر ډول مرسته كوي۔ ده ووئيل پي اېم٬ سي اېم٬ چيف سېكتر او د آئي جي پشمول ټوله حكومتي مشينري به د الېكشن كمېشن په يو كال عملدرامد كوي او داخله وزارت به هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔












