ملتان 09 جولائي (اے پي پي) د موسمياتو محکمې د لوئ آختر په موقع د باران پیشګوئی کړې ده۔د موسمياتو محكمې له مخې د بارانونو دا سپیل به تر 15جولائي روان وي۔دا خبره دې ياده وي چې دې څخه وړاندې نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ د اړخه هم د زيات باران او اربن فلډنګ وارننګ جاري كړې ؤ دغسې بلوچستان،کراچۍ او سندھ كښې د بارانونو سلسله وړاندې څخه روانه ده۔د بارانونو دا سسټم به راروانو 24 ساعتونو كښې جنوبی پنجاب ته هم داخل شي۔