
کابل 09 جولائي (اے پي پي) د افغانستان ختيز ولايت نورستان كښې د زيات باران او سيلاب له امله 8 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د افغانستان نورستان ولايت واما ولسوالۍ كلي والي سيمې كښې د سيلاب له امله د يوې كورنۍ 8 كسان مړه شوې دي۔دا خبره دې ياده وي چې تيرو دوه ورځو په مهال پروان، پکتيا، وردك ولايت او جنوبي ولايت قندھار كښې د بارانونو او سيلاب له امله 112 څخه زيات كسان مړه شوې دي۔