ماسكو 09 جولائي (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن د يوكرين په ضد جنګ كښې د كيف حكومت له خبردارې وركولو سره وئيلي چې ماسكو په دې جنګ كښې خپله پوځي كاروائي لا پيل كړې نه ده۔د جاپان خبررسنې ادارې د روس خبررسنې ادارې په اړه ووئيل صدر پيوټن د كريملن پلويانو نمائندګانو اكثريت لرونكي روسيې پارليمان سركرده غړو ته خپله وينا كښې ووئيل يوكرين لپاره به دا ښه وي چې زر تر زره د ماسكو شرطونه اومني۔ده دهړكه وركولو سره ووئيل په بل صورت كښې دې د كيف حكومت د دې څخه خراب حالات لپاره چمتو شي۔د روس صدر له مخې ټولو ته معلومه ده چې ماسكو د يوكرين په ضد سنجيده عسكري كارروائي لا نه ده پيل كړې۔