رياض 09 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب كښې لوئ آختر لمونځ ادا كړې شوې او حاجيان رمي لپاره منيٰ ته رسيدلې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې سعودي عرب كښې د آختر لمونځ ادا كړې شوې۔ سعودي عرب كښې د آختر لمونځ لويه اجتماع خانه كعبه او مسجد نبوي كښې شوې۔د لوئ آختر لمونځ نه پس حج 2022 خپل آخري پړاؤ كښې داخل شوې،ګڼ شمير حاجيان رمي لپاره منيٰ ته رسيدلې دي،چرته به چې هغوي’لوئ شيطان‘ په كاڼو وېشتلو نه پس سرونه خروي او احرام به پرانيزي۔دې څخه وړاندې حاجيانو د 9 ذوالحجه ورځ په ميدان عرفات كښې تيره كړي چرته چې هغوې د حج ركن اعظم وقوف عرفه ادا كړې او لمر پريوتو سره د ميدان عرفات څخه مزدلفه پلو روان شوې۔ حاجيانو شپه په مزدلفه كښې تيره كړي چرته چې هغوي د ماښام او ماسخښتن لمونځونه قصر او جمع په صورت كښې ادا كړې او د سهار لمونځ سره منيٰ ته روان شوې۔ حاجيان به 11 او 12 ذوالحجه هم په منيٰ كښې وي دغسې ځينې حاجيان به په 13 ذوالحجه هم په منيٰ كښې وي۔