بالي 08 جولائي (اے پي پي) انډونيزيا جزيره بالي كښې د جي 20 هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې يوكرين كښې د جنګ په ختمولو زور راوړې شوې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د انډونيزيا خارجه وزير ريتنو مرسودي د غونډي په پيل ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د جنګ زر تر زره ختمولو لپاره هڅې وكړو او خپل اختلافات د جنګ په ميدان كښې نه بلكه هغه د خبرو اترو د لارې حل كړو۔ ده ووئيل دا مهال نړۍ د كورونا وائرس وبا څخه د بحالۍ اقدامات كويپه دې مهال يوكرين كښې د جنګ په صورت كښې يو بل بحران رامخې ته شو چې ورسره په نړيواله كچه د خوراك، توان او مالياتي څانګو خراب مرتب شوې دي او د دې له ا مله پرمختګ كونكې او كم آمدن لرونكي هېوادونه زيات ځپلې شوې دي۔