واشنګټن 07 جولائي (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د امريكې كانګرېس د خپلې انتظاميې د افغانستان څخه د نان نيټو اتحادي درجه بېرته اخستلو ارادرې څخه خبر كړو۔ د امريكې ټي وي سي اېن اېن د سپينې ماڼې پرېس سروس لخوا جاري شوي بيان په اړه ووئيل چې د امريكې صدر جوبائيډن د ايوان استازي سپيكر نينسي پيلوسي ته ليكلې شوې خط كښې وئېلي دي چې د 1961 …
د امريكې صدر كانګرېس د افغانستان څخه د نان نيټو اتحادي درجه بېرته اخستلو ارادې څخه خبر كړو
واشنګټن 07 جولائي (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د امريكې كانګرېس د خپلې انتظاميې د افغانستان څخه د نان نيټو اتحادي درجه بېرته اخستلو ارادرې څخه خبر كړو۔ د امريكې ټي وي سي اېن اېن د سپينې ماڼې پرېس سروس لخوا جاري شوي بيان په اړه ووئيل چې د امريكې صدر جوبائيډن د ايوان استازي سپيكر نينسي پيلوسي ته ليكلې شوې خط كښې وئېلي دي چې د 1961 فارن اسټنس ايكټ سېكشن 517 له مخې هغوي افغانستان ته ترلاسه د نان نيټو اتحادي درجه بېرته اخستلو خپلې ارادې نوټس وركړې۔ د يادونې وړ ده چې په كال 2012 كښې امريكا افغانستان يو لويې نان نيټو اتحادي ګرځولې و كوم څخه چې د دواړو هېوادونو لپاره دفاعي او اقتصادي اړيكې په ځاې ساتلو لاره هواره شوې وه۔ د امريكې خارجه وزيرې هيلري كلنټن د افغانستان د پايه تخت كابل دورې په مهال افغانستان ته د نان نيټو اتحادي درجه وركولو اعلان كړے و۔ د خارجه محكمې له مخې د افغانستان څخه نان نيټو اتحادي درجه بېرته اخستلو نه پس امريكې نان نيټو اتحادي هېوادونو شمېره 18 پاتې شوې چې پكښې ارجنټائن، آسټریلیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسرائیل، جاپان، اردن، کویت، مراکش، نیوزی لینډ، پاکستان، فلپائن، قطر، جنوبی کوریا، تھائی لینډ او تیونس شامل دي۔امريكې د روان كال په مهال كښې كولمبيا او قطر نان نيټو اتحادي ګرځولې وو۔












