مكه مكرمه 07 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي 10 لكه كلمه ويوونكي مسلمانان به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د حج اكبر سعادت ترلاسه كوي. حج كوونكي د شورو او زيارت په مېنځنې شپه منٰی ته رسېدلي دي او د دې ځائ څخه به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د حج ركن اعظم وقوف عرفه لپاره مېدان عرفات ته روانېږي چرته به چې …
د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي 10 لكه مسلمانان به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د حج اكبر سعادت ترلاسه كوي

مزید خبریں
مكه مكرمه 07 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي 10 لكه كلمه ويوونكي مسلمانان به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د حج اكبر سعادت ترلاسه كوي. حج كوونكي د شورو او زيارت په مېنځنې شپه منٰی ته رسېدلي دي او د دې ځائ څخه به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د حج ركن اعظم وقوف عرفه لپاره مېدان عرفات ته روانېږي چرته به چې د ماسپښين او مازيګر لمونځ يو ځائ ادا كوي. د وقوف عرفات نه پس حاجيان د مېدان عرفات څخه مزدلفه ته رسي چرته به هغه يو ځائ د ماښام او ماسختن لمونځ ادا كوي. په مزدلفه كښې شېطان ويشتلو لپاره به كاڼي راخلي. شپه به په مېدان تېروي او د دې نه پس به د ذلحج په 10مه نېټه د سهار لمونځ ادا كولو او د لمر راختلو نه پس منٰی ته ځي. چرته به چې د لږ ارام نه پس جمرات ته ځي او لوي شېطان به ولي. د شېطان ويشتلو نه پس به قرباني كولو سره وېښته پرې كوي او احرام به پرانيزي. هم داسې په 11م او 12م ذوالحج لوي، مېنځنې او وړوكې شېطان ويشتل هم د مناسك برخه ده.











