دبئي 07 جولائي (اے پي پي) د اېران پاسدران انقلاب په پايه تخت تهران كښې د برتانوي اېلچي پشمول يو شمېر غېر ملكيان د جاسوسې په تور نيولي دي. په دوي د ممنوعه سيمو د خاورو نمونې ترلاسه كولو تور دے. رائټر خبري اژانس د اېراني ټي وي د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې د برتانيې سينئر اېلچي او نورو يو شمېر غېر ملكي وګړو د هېواد په …
د اېران پاسدران انقلاب د برتانوي اېلچي پشمول يو شمېر غېر ملكيان د جاسوسې په تور ونيول
دبئي 07 جولائي (اے پي پي) د اېران پاسدران انقلاب په پايه تخت تهران كښې د برتانوي اېلچي پشمول يو شمېر غېر ملكيان د جاسوسې په تور نيولي دي. په دوي د ممنوعه سيمو د خاورو نمونې ترلاسه كولو تور دے. رائټر خبري اژانس د اېراني ټي وي د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې د برتانيې سينئر اېلچي او نورو يو شمېر غېر ملكي وګړو د هېواد په مېنځنې صحرا﴿دشته﴾ كښې هغه ځائ د خاورې نمونې ترلاسه كولې چرته چې د اېران د پاسدران انقلاب د اېرو سپېس مېزائل مشقونه روان وو.












