واشنګټن 09 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د امريکې سفير لنډا تھامس ګرين فيلډ تصديق كړې دې چې امريكې يوكرائن ته د جنګ په مهال خفيه معلومات(انټيلي جنس) وركړي وو۔ د چين ميډيا له مخئ لنډا تھامس ګرين فيلډ سي اېن اېن ته ووئيل چې امريكې د روسيه په ضد جنګ كښې يوكرائن ته انټيلي جنس معلومات وركړي وو۔ ده ووئيل چې د خفيه معلوماتو د وړاندېز باجود …
ملګرو ملتونو كښې د امريكې سفير يوكرائن ته د خفيه معلوماتو وركولو تصديق وكړو
واشنګټن 09 مئي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د امريکې سفير لنډا تھامس ګرين فيلډ تصديق كړې دې چې امريكې يوكرائن ته د جنګ په مهال خفيه معلومات(انټيلي جنس) وركړي وو۔ د چين ميډيا له مخئ لنډا تھامس ګرين فيلډ سي اېن اېن ته ووئيل چې امريكې د روسيه په ضد جنګ كښې يوكرائن ته انټيلي جنس معلومات وركړي وو۔ ده ووئيل چې د خفيه معلوماتو د وړاندېز باجود يوكرائن د هدفونو په نښه كولو پرېكړه پخپله كوي۔ ده ووئيل چې مونږ د پېل راهسې په دې خبره ولاړ يو چې مونږ به د يوكرائن ملاتړ كوٶ او د دې جنګ ګټې لپاره به يوكرائن ھغه ټول ممكنه وسائل وركوٶ چې دوي ته ورته اړتيا لري۔د يادونې وړ ده چې د ده دا تبصره په دې ورستيو كښې د ميډيا رپورټس نه پس رامخې ته شوې چې پكښې ادعا شوې وه چې د امرېكې د وركړې شوې خفيه معلوماتو په سبب يوكرائن د روسيه جنګي الوتكو په نښه كولو او د روسيه د جنرالز په درك لګولو كښې مرسته شوې












