په امريكا كښې د كوچنې الوتكې د لوېدو پېښه، په پېښه كښې په الوتكه كښې سواره ټول كسان بچ شوي

واشنګټن 08 مئي (اے پي پي) په امريكا كښې د كوچنې الوتكې د لوېدو پېښه رامېنځ ته شوې ده او په پېښه كښې په الوتكه كښې سواره ټول څلور كسان بچ شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د فېډرل اېوي اېشن انتظاميې وياندې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې الوتكه په ځائي وخت ماسپښين په دوه بجې 45 دقيقې د هوسټن د هوبي هوائي اډې څخه …

واشنګټن 08 مئي (اے پي پي) په امريكا كښې د كوچنې الوتكې د لوېدو پېښه رامېنځ ته شوې ده او په پېښه كښې په الوتكه كښې سواره ټول څلور كسان بچ شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د فېډرل اېوي اېشن انتظاميې وياندې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې الوتكه په ځائي وخت ماسپښين په دوه بجې 45 دقيقې د هوسټن د هوبي هوائي اډې څخه روانه شوې وه او د دې نه پس د يو كور په خوا كښې راولوېده. ده ووئيل چې د لوېدو نه پس څلور واړه كسان د الوتكې نه په خپله راوتل او د دې نه پس په الوتكه اور ولګېدو. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.

مزید خبریں