په هند كښې په جونګړه د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي

نوے ډيلے 20 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې په جونګړه د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي. د هندي مېډيا له مخې دا پېښه د هند د پنجاب ايالت ھپ لدهيانه سيمه كښې د شورو په سهار رامېنځ ته شوې. د پوليسو له مخې په مړو كسانو كښې ښځه خاٶند او د دوي پنځه بچي شامل دي. د پوليسو له مخې د اور لګېدو وجه لا هم نه ده معلومه شوې.