د پرتګال د خارجه وزير جوائوګوماس كراوينو د كورونا ټسېټ مثبت راغلو

لزبن 20 اپرېل (اے پي پي) د پرتګال د خارجه وزير جوائوګوماس كراوينو د كورونا ټسېټ مثبت راغلے. د چينائي مېډيا له مخې د پرتګال خارجه وزير په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې د ده د كورونا وائرس علامات ډېر شديد نه دي خو هغه به يوه اونۍ خپله وظيفه آن لائن ترسره كوي. ده ووئيل چې كورونا لا هم ختم نه ده، بايد مونږ احتياط نه پرېږدو.