ابوجا 20 اپرېل (اے پي پي) په نائجېريا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 20 كسان په حق رسېدلي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه د نائجېريا په شمالي ختيځ باٶچي ايالت كښې په كانو سړك هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو بس او وېګن په خپلو كښې ټكر شول او په نتيجه كښې ئې 20 كسان مړه او يو ژوبل شو. د چارواكو له مخې پېښه د تندرفتار په وجه رامېنځ ته شوې. په مړو كسانو كښې 12 سړي او 8 مېرمنې شاملې دي. ژوبل شوے تن روغتون ته رسول شوے دے.