په لاٶس كښې د نوي كال د رخصتې په مهال په ټرافيكي پېښو كښې 35 كسان مړه شوي

وېنټيان 19 اپرېل (اے پي پي) په لاٶس كښې د نوي كال د رخصتې په مهال په ټرافيكي پېښو كښې 35 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د لاٶس د ټرافيك پوليسو لخوا په جاري شويو شمېرو كښې وئيلي شوي دي چې د نوي كال د دستورو په مهال د ټرافيك 312 پېښې رامېنځ ته شوې دي او پكښې 552 كسان ژوبل شوي هم دي. تر ټولو زياتې 45 ټرافيكي پېښې د لاٶس په پايه تخت كښې رامېنځ ته شوې دي. د شمېرو له مخې په ټول هېواد كښې په دې ټرافيكي پېښو كښې 35 كسان مړه شوي دي.