منيلا 19 اپرېل (اے پي پي) په سوئيلي فلپائن كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي، په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.9 ريكارډ كړے شوے. د فلپائن ځائي چارواكو له مخې د زلزلې جړقونه د ځائي وخت له مخې سهار په 9 بجې 23 دقيقې محسوس شوي دي. د زلزلې مركز په زمكه كښې 49 كلوميټره ژور د مانې سيمې څخه 54 كلوميټره لرې و. په زلزله كښې د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده راغلې.