د مقبوضه كشمير په كشواړ ضلع كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

سرينګر 18اپرېل(اے پی پی)په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كښې د جمو او كشمير په كشواړ ضلع كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د زلزلې جړقونو په رېكټر سكيل شدت 3.4 رېكارډ كړے شوے ۔د زلزلې مركز كشواړ ؤ ۔د زلزلې څخه كوم ځاني او د مالي زيان اطلاع نه د ترلاسه شوې