كابل 18 اپرېل (اے پي پي) د افغان طالبانو وياند سهېل شاهين د قطر په پلازمينه دوحه كښې افغانستان لپاره د فرانس سفير جيان مرين شو سره ملاقات كړے دے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په صورتحال خبرې شوې دي. سهېل شاهين په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې په دوحه كښې د فرانس سفير سره د ملاقات په مهال د تعليم، د افغان حكومت لخوا د نشه اي توكو د كرلو په اوسني بندېز او كروندګرو لپاره د متبادل پروژو پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې شوې دي. ده ووئيل چې د ملاقات په مهال دواړو هېوادونو يو بل سره په تماس كښې په پاتې كېدو او د خبرو په روانو ساتلو اتفاق كړے دے