امنيتي ځواكونو ته به د مئي په مياشت كښې نوے يونيفارم﴿درېش﴾ وركړے شي. د افغانستان د كورنيو چارو وزارت

 

كابل 18 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو ته به د مئي په مياشت كښې نوے يونيفارم﴿درېش﴾ وركړے شي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د وزارت وياند عبدالنافع ټكور وئيلي دي چې د امنيتي ځواكونو نوے درېش تيار دے او د درېش وركولو عمل به د اختر نه پس پېل كولې شي. ده ووئيل چې تر ټولو وړاندې به يونيفارم په كابل كښې وركولې شي او د دې نه پس به په نورو ولايتونو كښې هم يونيفارم وركولې شي