په نوي ډيلي كښې د نښتو نه پس په كرناټك او آندهراپردېش كښې د فرقه ايزو نښتو اطلاعات

نوے ډيلے 18 اپرېل (اے پي پي) د هند په پايه تخت نوي ډيلي كښې د جهانګير پوري په سيمه كښې د هنومان جېنتي د جلوس په مهال د تشدد پېښو په لړ كښې 20 كسان نيول شوي دي، پوليسو دوه كم عمره ماشومان هم نيولي دي او په نوي ډيلي كښې د نښتو نه پس په كرناټك او آندهراپردېش كښې هم د فرقه ايزو نښتو اطلاعات ترلاسه شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې پوليس چارواكو وئيلي دي چې 21 كلن اسلم كوم چې د دوي په قول په يو سب انسپكټر ډزې كړې وې، هم په نيول شويو كښې شامل دے. پوليسو وئيلي دي چې د اسلم څخه يوه تمانچه ترلاسه شوې، اسلم د جهانګير پوري سيمې د يوې كچه آبادې اوسېدونكے دے