په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1150 كېسونه رامخې ته شول ٬ 4 كسان مړه

نوې ډيلې 17 اپرېل (اے پی پی) په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 1150 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره له 43042097 څخه زياته شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه 4 كسان مړه شول۔ دې نه وروستو په هند كښې د دې وبا د لاسه په مجموعي توګه 5 لکه 21 زره751 كسان مړه شو دي۔ چارواكو وئيلي چې دا مهال په هند كښې 11زره558 فعاله كېسونه دي۔ د روغتيا وزارت وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د دې وبا نه تر دې دمه 42508788 كسان ښه شوي هم دي۔