ریاض۔ 17اپرېل (اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې د عمرې پرمټ كښې د وخت بدلولو ګنجائش نشته البته د عمرې پرمټ د وخت پېل كېدو نه وړاندې كېنسل كېدو سره بل پرمټ جاري كېدې شي۔ د عرب ابلاغ ذريعو د حج وزارت په ټويټر د عمرې پرمټ حوالې سره د ترلاسه شويو پوښتنو په ځواب كښې وئيلي چې په ټاكلي وخت كښې د تاخير په كېدو د نوي پرمټ جاري كېدو دې انتظار وكړې شي كله چې وخت ختم شي نو د بل پرمټ بكنګ كېدې شي۔ د روژې مباركې د وروستۍ لسيزې ٬ جمعې او خالي ورځې نه علاوه په پرمټ كښې د بكنګ د موجودګۍ په صورت كښې دويم بكنګ ترلاسه كېدې شي۔ ذريعو دا هم وئيلې چې كوم كسانو وېكسين نه دي كړې هغوي لپاره دا ضروري دي چې په كورونا وائرس كښې اخته نه وي۔