د سعودي عربستان لخوا په مسجد اقصی د قابض اسرائيلي پوځ د بريد او د اولنۍ قبلې دروازې لمونځګزارو له د بندولو سخته غندنه

ریاض۔16اپرېل(اے پی پی) سعودي عربستان په مسجد اقصی د قابض اسرائيلي پوځ د بريد او اولنۍ قبلې دروازې لمونځګزارو لپاره د بندولو او د مسجد دننه او بهر د تش لاسې لمونځګزارو په ضد د جارحيت سخته غندنه كړې ده۔ د مملكت د خارجه دفتر لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې په مسجد اقصی د اسرائيل منظم بريد د مسلمانو په زړونو كښې د دې د قدر او مقام ښكاره سپكاوې ګرځولو سره وئيلي دي رياض دا ظالمانه اقدامات مسترد كوي۔ د اسرائيل دا اوسني اقدامات د نړيوال قانون او لوظنامو ښكاره خلاف ورزي ده۔ سعودی عربستان نړيوالې ورورولۍ ته په دې لړ كښې د خپل كردار ترسره كولو اپيل كولو سره په دې خبره زور راوړې چې د فلسطيني وګړو د حقونو خلاف ورزۍ ٬ د مقدساتو د سپكاوي او په منځني ختيځ كښې د امن عمل خلاف ورزيو په څير جرمونو دې اسرائيل ذمه وار وګرځولې شوي