د افغانستان معيشت مستحكمولو له به فوري ګامونه پورته كول وي٬ نړيوال بېنك

واشنګټن۔15اپرېل(اے پی پی) نړيوال بېنك وئيلي دي چې د افغانستان سړي سر آمدن د تېر كال په ورستيو مياشتو كښې نزدې درې كښې يوه برخه كم شوې دې چې ورسره د كال 2007 نه وروستو ترلاسه كېدونكې د هېواد اقتصادي پېشرفت ختم شوې دې نو ځكه د افغاسنتان معيشت مستحكمولو له به فوري ګامونه پورته كول وي۔ د افغان ميډيا له مخې نړيوال بانك په يو بيان كښې وئيلي دي سیاسی بحران په افغانستان كښې نزدې د دوه لسيزو كاميابۍ خطر سره مخ كړې دي او دا به هېواد د سختې بې وزلۍ په لوري روان كړي او كه دا صورتحال دغسې روان پاتې شو نو د كال 2020 او 2022 ترمينځه به سړي سر مجموعي ملكي پېداوار 30 فيصده كم شي۔ د نړيوال بېنك د شمېرو نه دا څرګندېږي چې په موجوده حالاتو كښې د نړيوالې مرستې يوازې تر بشري ضرورتونو او بنيادي خدماتو محدود ساتلو د لاسه د افغانستان معيشت سخت صورتحال سره مخ دې ٬ آمدني د جمود ښكار ده او ښكاري چې د كال 2022 په مهال به معيشت لا زيات وځپلې شي۔ نړيوال بېنك وئيل چې د افغانستان معيشت مستحكمولو له په ګډه ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ بل اړخ ته د افغانستان د اقتصادياتو دوهم وزيرعبد الطیف نظری وئيلي دي چې داقتصادياتو وزارت د معيشت قابو كولو او په دې كښې د بهترۍ راوستلو ستراتيجيكي منصوبه لري په كومه كښې چې تجارت او عبوري تجارتي راهدارۍ ته پام ګرځولې شوې دې۔