هند٬ د تشدد له ويرې مسلمانان د كھر ګون ښار په پرېښودلو مجبور شول

نوې ډيلې ۔15اپرېل(اے پی پی) د هندي ايالت مدهيه پردېش كھر ګون ښار كښې د هندو اختر رام نومي په موقعه د هندوتوا برېګېډ لخوا په مسلمانانو د بريدونو او د دوئي املاك ته د زيان رسولو نه وروستو د زرګونو په شمېر مسلمانان د ښار نه په كډه كولو مجبور شوي دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې ځينې مسلمانانو نزدې جوماتونو او ځينو نورو خپلوانو كره پناه اخستې ده۔ په سوشل ميډيا وائرل شوې يوه وېډيو كښې پناه اخستونكي په فرش پراته ښودلې شوي دي۔ د پوليس له مخې په مسلمانانو د كانړو ورولو او تشدد په لړ كښې د هندو انتها خوښو په ضد 35 مقدمې درج كړې شوي او 121 كسان نيولې شوي دي۔د يوې اندازې له مخې نزدې 1000 مسلمانانو د محفوظ ځايونو په لټون كښې كھرګون پرېښودلې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په كھرګون كښې د هندو اختر رام نومې دستورې په مهال د فرقه وارانه تشدد پېښو نه وروستو د مسلمانانو املاك ته زيان رسولې شوې وو او د دوئي دكانونه او كورونه ويجاړ كړې شوي وو