په انډونيشيا كښې د ټرك اپوټه كېدو پېښه ٬ 16كسان مړه ٬ 12 ټپيان

جکارته۔ 13اپرېل(اے پی پی) د انډونيشيا په پاپوا سيمه كښې د يو ټرك اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 12 سخت ټپيان شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د انډونيشيا په منوكواري ضلع كښې د سرچ اېنډ رېسكيو آفس پرېس چارواكي محمد خېر البصير حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د ځائي وخت له مخې د شورؤ په ورځ سهار درې بجې د پېګونګ ارافك ضلعې په ذېلي ضلع منيامبو كښې رامخې ته شوه۔ په ټرك كښې 29 كسانو سفر كولو۔ ده ووئيل د تند رفتارۍ له امله ټرك غر سره ټكر كېدو سره اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان په موقع او 3 نورو وروستوو په رغتون كښې د درملنو په مهال مړه شول۔ پېښه كښې 12 كسان ژوبل شوي هم دي۔ ریسکیو ډلې پېښه كښې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔ بلخوا پوليس مقدمه درجه كولو سره د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل كړي دي۔