واشنګټن۔12اپرېل(اے پی پی) امريكا له پاکستان سره خپلې اوږدمهاله همکارۍ ته د قدر په سترګه ګوري او مونږ ټول عمري يو سوكاله او جمهوري پاكستان امريكائي ګټو لپاره مهم ګڼلې دې۔ دا خبره د وائټ هاؤس وياندې جين ساكي د محمد شهباز شريف وزيراعظم ټاكل كېدو نه وروستو وكړه۔ د خبري كنفرنس په مهال د پاكستان د سياسي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل مونږ له پاکستان سره خپلې اوږدمهاله همکارۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ او ټول عمري له مو يو سوكاله او جمهوري پاكستان امريكائي ګټو لپاره مهم ګڼلې دې ٬ دا هېڅ فرق نه كوي چې دغلته حكومت څوك كوي۔ امريكائي وياندې د صدر جوبائيډن لخوا د پاكستان نوي ټاكلي شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ټېلېفون په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل زه دا مهال په دې اړه هېڅ وئيلې نه شم۔ دې زياته كړه چې د معمول له مخې د نوي حكومت ټاكل كېدو نه وروستو د روانې وضعې جاج اخستلې شي۔ دې ووئيل پاكستان سره زمونږ اوږدمهاله ٬ مضبوطې او تلپاتې اړيكې دي او دې سره سره مونږ پاكستان سره د سلامتيا حوالې سره هم مهمې اړيكې لرؤ كومې به چې د نوي حكومت په دوره كښې هم روانې وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال جنورۍ مياشت كښې سوګند پورته كوؤنكي امريكائي صدر پخواني وزيراعظم ته كوم فون كال نه و كړې۔