هندي ايالت بهار كښې هندوتوا غاصبينو په جومات خپل زعفراني بېرغ پورته كړو

پټنه۔12اپرېل(اے پی پی) د هند په بهار ایالت کښې هندوتوا غاصبینو په یو جومات او د هغې په دروازه د زعفراني رنګ بیرغ پورته کړې چې د هندوتوا د ایډیالوژۍ علامت دې۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د بهار ايالت په مظفر پور سيمه كښې د رامخې ته شوې دې پېښې يوه وېډيو په سوئل ميډيا وائرل شوې ده په كومه كښې چې هندوتوا غاصبين د رام نومي په موقع د يو جومات په مناره او د دې په دروازه د هندوتوا اېډيالوژۍ علامت زعفراني بېرغ پورته كوؤنكي او جشن لمانځونكي ښودلې شي۔ د هندوتوا غاصبينو د رام نومي جشن لمانځلو په مهال په محمود پور كلي كښې د ډاك بنګله جومات مخې ته يو لاريون وويستلو ۔ بلخوا اېس اېس پي مظفر پور جينت كانت د پېښې د اېف آئي آر درج كېدو تصديق كړې دې بياهم تر دې دمه په دې پېښه كښې ككړو كسانو كښې د چا ګرفتاري عملي شوې نه ده۔