د روژې مباركې مياشتې اولنۍ لسيزه كښې 20 لكه نه زيات عمره كوؤنكي مسجد الحرام ته رارسېدلې دي ٬ د حرمېن شريفېن انتظاميه

مکه مکرمه۔12 اپرېل(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د اسلامي نړۍ د دوه تر ټولو مقدس جوماتونو الحرمېن الشريفېن انتظاميې سېكتر انجينئر اسامه الحجيلي وئيلي دي د روان كال روژې مباركې مياشتې په مهال ګڼ شمېر عمره كوؤنكي مسجد الحرام ته رارسېدلې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د سېكتر حوالې سره وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې اولنۍ لسيزه كښې د 20 لكه نه زيات عمره كوؤنكي مسجد الحرام ته رارسېدلې دي۔ ده ووئيل د دوئي آسانۍ له په مسجد الحرام كښې 2500 سي سي ټي وي كېمرې لګولې شوې دي۔ مشرانو او معذور كسانو لپاره نوې ټرېكس جوړ كړې شوي دي۔ سېكتر عمره كوؤنكو ته اپيل كړې چې هغوي دې د توكلنا اېپ او اعتمرنا اېپ د لارې په جاري كړې شوي پرمټ د وختونو پابندي وكړي۔ د مطاف صحن د روانې مياشتې په مهال عمره كوؤنكو لپاره مختص كړې شوې او دا ګام دوئي ته آساني وركولو له پورته كړې شوې دې۔