د افغانستان په وردك ولايت كښې د چاؤدېدونكو توكو د چاؤدلو پېښه ٬ 2 كوچنيان ژوبل

کابل۔11اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په ختيځ ولايت ورد كښې د چاؤدېدونكو توكو د چاؤدلو پېښې په نتيجه كښې دوه كوچنيان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ضلعي مشر صبغت الله نافذ وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ په جلريز اولسوالۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو كوچني چاؤدېدنكې توكې بازار ته خرڅولو لپاره راوړو۔ د دې د چاؤدلو په نتيجه كښې 2 كوچنيان ژوبل شول كوم چې درملنو له د پلازمينې كابل روغتون ته منتقل كړې شوي دي