کوالالمپور۔10اپرېل(اے پی پی) په ملائيشيا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 10 زره 177 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره په مجموعي توګه د ځپليو شمېره 4317706 نه زياته شوې ده۔ چينائي ميډيا د ملائيشيا د روغتيا وزارت د شمېرو حوالې سره وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د دې وبا د لاسه نور 21 كسان مړه شوي دي چې ورسر ه په ګرد هېواد كښې د دې وبا دلاسه تر دې دمه د مړو شويو مجموعي شمېره 35 زره 280 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د دې وبا نه تر دې دمه په مجموعي توګه 4128963 كسان ښه شوې هم دي۔ دا مهال په هېواد كښې د كورونا 153463 فعاله كېسونه دي۔ په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د وېکسین 40792 خوراكونه وركړې شول