د اروپائې كمېشن صدر ٬ د اروپائي ائتلاف اعلٰی سفارتكار به روانه اوونۍ د يوكرين دوره كوي

ايمسټرډيم 06 اپرېل(اے پی پی)د اروپا كمېشن صدر ارسولاوان دير ليين او د اروپائي ائتلاف اعلٰی سفارتكار جوزف بوربل به روانه اوونۍ د يوكرين دوره كوي۔د دورې په مهال به د يوكرين صدر ولاديميرزيلنسكي سره ملاقات كوي۔د برتانيې خبري اژانس ادارې له مخې د اروپائي ائتلاف وياند ايرك ميمر په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي دا ملاقات به د خالي په ورځ د پولينډ په پايه تخت وارسا كښې د كېدونكي پروګرام”سټينډ اپ فار يوكرين”څخه وړاندې كېږي