په چين كښې د 5.1 شدت زلزله

بيجنګ 06 اپرېل(اے پی پی)د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان ولايت كښې د 5.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د چين زلزلې نېټ ورك سنټر له مخې د چين لوېديز سيچوان ولايت كښې د شورو په ورځ د 5.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔په سمدستي توګه د زلزلې له امله د كوم زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔د زلزلې مركز په زمكه كښې لس كلوميټره ژور ؤ۔