کابل۔5اپرېل(اے پی پی) د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي د داعش په هلو ځلو مو قابو موندلې دې چې په نتيجه كښې ئۍ دوئي په دې وروستيو مياشتو كښې د تشدد كارروائيو كولو جوګه نه دي پاتې شوې۔ افغان ميډيا د خارجه وزارت وياند حوالې سره ووئيل چې هغه دا بيان چينائي ميډيا سره خبرو كښې وركړو۔ خارجه وزير يو وارې بيا د دې لوظ پخلې وكړو چې د افغانستان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد كارولې نه شي۔ ده ووئيل د تېرو 4 مياشتو په مهال داعش كومه كارروائي نه ده كړې او مونږ دا خبره كولې شؤ چې افغانستان دا مهال يو محفوظ هېواد دے۔ ده ووئيل مونږ د خپل دې لوظ پخلې كوؤ چې د افغانستان خاوره به د كوم هېواد په ضد كارولې نه شي۔ ده د چين خپله اوسنۍ دوره ګټوره وګرځوله په كومه كښې چې ده غېر ملكي استازو او سفارتكارو سره ملاقاتونه وكړل۔ ده ووئيل د دې ډول ملاقاتونو به ښې نتيجې رامخې ته شي