نوې ډيلې ۔5 اپرېل(اے پی پی) د هند په ګورداس پور ضلع كښې د زمكې په شخړه د دوو ډلو ترمينځه د ډزو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او يو ژوبل شوے دے۔ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې پوليس وئيلي چې د ډزو دا پېښه تېره ورځ د ګورداس پور ضلعې په ګوليوال كلي كښې د زمكې په يوه ټوټه د ناحقه دعوی كوؤنكو دوو ډلو ترمينځه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ څلور كسان مړه او يو ژوبل شو۔ رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوې تن نزدې روغتون ته منتقل كړې دې۔ بلخوا پوليس د پېښی په اړه پلټنې پېل كړې دي۔