کابل۔5 اپرېل(اے پی پی) د افغان دفاع وزارت الفتح فرسټ كمانډوز بټالين 300 ګرېجوېټس په افغان امنيتي ځواك كښې شامل شوي دي۔ د افغانستان نګران حكومت لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دفاع وزارت ترسېوري لاندې د الفتح فرسټ کمانډوز بټالین اولنو 300 نه زيات كمانډزو د 4 مياشتو مذهبي او پوځي تربيه ترلاسه كولو او د خپل ګرېجوېشن پايې ته رسولو نه وروستو په افغان امنيتي ځواك كښې شامل شوي دي۔ دا ګرېجوېټس به په هر حال كښې د خپل هېواد د سلامتيا دفاع او د اولس خذمت كولو له چمتو وي۔ د افغان اعلی حكومتي عهدېدارانو وېنا ده چې د طالبانو په مشرۍ كښې افغان حکومت د 350,000 مضبوط امنيتي ځواك جوړولو هڅه كوي۔ د بيان له مخې نوې تربيه شويو اهلكارو د ګرېجوېشن دستورې په مهال د پرېډ او خپلو صلاحيتونو څرګندونه وكړه۔