د وزیراعظم آستانه كښې په نړيوال نندارتون اېکسپو 2017 كښې د پاکستانی سټال دوره سټال كښې اېښودلې شويو څيزونو كښې ئې خوښي ولرله۔

وزیراعظم ته د آرټس روایتی څيزونو او هوا او برېښنا سره د چلېدونكو څيزونو په اړه برېفېنګ آستانه ۔ 10 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د خالي په ورځ د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې په نړيوال نندارتون اېکسپو 2017 كښې د پاکستانی سټال دوره وكړه۔ وزیراعظم پاکستانی سټال كښې اېښودلې شويو څيزونو كښې خوښي ولرله۔ په دې مهال وزیراعظم ته د آرټس روایتی څيزونو او هوا او …

وزیراعظم ته د آرټس روایتی څيزونو او هوا او برېښنا سره د چلېدونكو څيزونو په اړه برېفېنګ
آستانه ۔ 10 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د خالي په ورځ د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې په نړيوال نندارتون اېکسپو 2017 كښې د پاکستانی سټال دوره وكړه۔ وزیراعظم پاکستانی سټال كښې اېښودلې شويو څيزونو كښې خوښي ولرله۔ په دې مهال وزیراعظم ته د آرټس روایتی څيزونو او هوا او برېښنا سره د چلېدونكو څيزونو په اړه برېفېنګ وركړې شو۔ په دې مهال وزيراعظم سره خارجه سلاكار سرتاج عزیز ، د تجارت وزیر خرم دستګیر خان او د پټروليم دوهم وزير جام کمال هم موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېکسپو 2017 د خالي په ورځ پېل شو او دا به تر 10 ستمبر دوام لري۔ په دې نندارتون كښې 115 هېوادونه او 22 نړيوالې ادارې ګډون كوي۔