کابل۔4 اپرېل(اے پی پی) افغان امنيتي ځواكونو په ختيځ ولايت كښې كليئرنس آپرېشن پېل كړې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي حكومت وئيلي چې افغان امنيتي ځواكونو د ختيځ ننګرهار ولايت سرښار جلال آباد او دې سره پېوستو اولسوالو كښې يو كليئرنس آپرېشن پېل كړې دې دغسې چې د لوړې كچې امنيت باوري كړې شي۔ حكومت په يو بيان كښې وئيلي چې کلیئرنس آپرېشن د اتوار په ورځ د داخله او دفاعي امنيتي ځواكونو سره سره استخباراتي ادارې پېل كړې دې۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې د آپرېشن مقصد د غلو ٬ تښتونكو او نورو مجرمانو خاتمه كول دي د كومو فهرست چې امنيتي ځواكونو د وړاندې نه تيار كړې وو۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې د آپرېشن په مهال به وګړي او نجي املاك محفوظ وي۔ بلخوا بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د روان آپرېشن په مهال وسلې او ګوله بارود سره سره يو شمېر سركاري ګاډي هم برآمد كړې شوي دي۔