اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د اطلاعات وزارت د وزيراعظم د وژن ترمخه په براډ كاسټنګ او پروډكشن پالېسۍ عمل كوي٬د دې پالېسۍ مقصد پاكستان كښې د فلم٬سېلګرۍ٬كلتور او قامي بيانيې له وده وركول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔دوهمې وزيرې …
اطلاعات وزارت مالياتي چارو او د نړيوال معاشي ماډلز په حقله خبر طړې شو چرته چې تفريحي صنعت د هېواد په معاشي پرمختګ ګښې څرګند كردار ترسره كوي
اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د اطلاعات وزارت د وزيراعظم د وژن ترمخه په براډ كاسټنګ او پروډكشن پالېسۍ عمل كوي٬د دې پالېسۍ مقصد پاكستان كښې د فلم٬سېلګرۍ٬كلتور او قامي بيانيې له وده وركول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔دوهمې وزيرې سناتور اسحاق ډار ته د اطلاعات وزارت مالياتي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔په دې مهال په خپلو خبرو كښې دوهمې وزيرې د نړيوال معاشي ماډلز په حقله وفاقي وزير خبر كړو چرته چې تفريحي صنعت د هېواد په معاشي پرمختګ ګښې څرګند كردار ترسره كوي۔دې ووئيل د وزيراعظم د وژن ترمخه وزارت په براډ كاسټنګ او پروډكشن په پالېسۍ كار كوی۔د پالېسۍ مقصد پاكستان كښې د فلم٬سېلګرۍ٬كلتور او قامي بيانيې له وده وركول دي۔دې ووئيل د فلمي صنعت د لارې د تفريح موقعو سره د زغم كلتور له وده وركول دي۔د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار دوهمې وزيرې له د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔د خزانې وزير ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت د مېډيا او د رائے د څرګندولو د آزادۍ دفاع كړی او په سباؤن كښې به هم دا آزادي باوري كولې شي۔ده ووئيل حكومت هېواد كښې د فن ٬كلتور او قامي ورثې اهميت نه خبر دے او ودې له ئې عزم لري۔د ملاقات پھ مهال د خزانې وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو












