بماكو 01 اپرېل (اے پي پي) په مالي كښې په پوځي ګاډي بريد شوے او په نتيجه كښې ئې 8 عسكر وژل شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د مالي په سونګوايبا او ياوكاندا كښې په ګزمه كوونكي پوځي ګاډي د نامعلومو وسله والو لخوا بريد شوے او په نتيجه كښې ئې 8 اهلكار وژل شوي دي.