په نائجېريا كښې د لاسا مليريا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 123 ته رسېدلې

ابوجا 01 اپرېل (اے پي پي) په نائجېريا كښې د لاسا مليريا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 123 ته رسېدلې. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا چارواكو وئيلي دي چې د جنورې د درېمې نېټه نه تر اوسه د هېواد په 23 ولايتونو كښې په 659 رنځورانو كښې د دې رنځ تشخيص شوے چې پكښې 123 كسان مړه شوي دي او د 395 علاج روان دے. پاتې نور كسان ښه شوي دي.