ساٶپاٶلو 01 اپرېل (اے پي پي) په برازيل كښې په ټرافيكي پېښه كښې 10 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د فېډرل هائي وے پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه د سوئيلي برازيل په پرانا ايالت كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مزدورانو بس ژورې كندې ته پرېوتو او په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او 21 ژوبل شول. په بس كښې د 30 نه زياتو مزدورانو سفر كولو. د ابتدائي معلوماتو له مخې پېښه د تند باران په وجه رامېنځ ته شوې.