د بلدياتي ټاكنو نتيجې اپوزيشن لپاره لوي سبق دے. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی

پېښور 01 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وئيلي دي چې هغه د بلدياتي ټاكنو په دوهم پړاٶ كښې د پي ټي آئي په پياوړې كاميابې د ګوند كاركنانو او كانديدانو ته مباركي وركوي. د بلدياتي ټاكنو په دوهم پړاٶ كښې د پي ټي آئي په كاميابې ده ووئيل چې هغه په پي ټي آئي په اعتماد كولو د صوبې د اولس مننه كوي. ده ووئيل چې بلدياتي ټاكنو ثابته كړې ده چې د صوبې اولس عمران خان سره كلك ولاړ دے. ده ووئيل چې د بلدياتي ټاكنو نتيجې اپوزيشن لپاره لوي سبق دے.